IQNA

د علوي  مقدس آستان ته د امام رضا د حرم بیرغ ډالۍ شو(انځورونه)

10:17 - August 22, 2024
د خبر لمبر: 3489735
ایکنا – د حضرت امام رضا علیه السلام د سپيڅلي حرم  مبارک بیرغ  د  حضرت امام  رضا(ع) د شهادت په شپو ورځو کې ، د قدس د آستان د یوشمیر خادمانو په همت سره د حضرت امام علی علیه السلام مقدس حرم ته ډالۍ شو.

ایکنانیوز د علوی مقدس آستان د رسندوئي برخې له قوله راپور راکوي، د حضرت امام رضا علیه السلام د شهادت په شپو ورځو کې چې د یوه روایت په اساس، د صفرې له اولسمې نیټې سره برابر دی. د امام رضا د مقدس حرم متبرک بیرغ ددغه مقدس آستان د یوشمیر خادمانو په شتون سره په نجف اشرف  کې د امام علی علیه السلام حرم ته ډالۍ شو.

د علوي مقدس آستان د مدیره پلاوي یوه مسئول عمار العباسي د قدس رضوي د مقدس آستان د پلاوي د هرکلی پهوخت کې د رضوي پاک حرم متبرک بیرغ  ترلاسه کړ.

د حسینی اربعیّن په دستورو کې  د عتبات عالیات  مشترکه ملګرتیا

 د علوی مقدس آستان د عمومی اړیکو د ادارې مشر صاحب البوسیسی په دغې ناستې کې په یولړ څرګندونو کې ووئيل،  د رضوي مقدس حرم د خادمانو  هرکلی اومیلمه پالنه ، د ګډوکلتوري  پروګرامونو په چوکاټ کې ترسره کیږي او دغه عقیدتی ارتباط په داسې حال کې دی چې علوي مقدس آستان د تیرو سنتونو او دودونو په څير د حسینی اربعیّن د میلیونونو زیارتوالو کوربه او  خدمت کولو ته تیار دی.

دعلوی مقدس آستان د حسینی اربعین د میلیونونو زیارتوالو خدمت کونې لپاره د مقدس حرم په شاوخوا کې  دزیارتوالو د آرامښت، قرآني سټالونه ،نظرسنچۍ ، ارزونې  یونټونه او د کوربتوب په لسګونو ځایونه برابر کړي دي او په نجف اشرف کې حرم ته تلونکي لارې هم په بشپړ ډول د حسینی اربعیّت د زیارتوالو د هرکلي لپاره  تیار او چمتو دي.

https://iqna.ir/fa/news/4232858

captcha